ډیری عوامل افغاني ټولنې د زلزلې پر وړاندې زیانمنوي

کله چې د جون په میاشت کې د ریښتر په کچه یوې ۶.۱ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه، اوږدمهاله زیانمنتیاوې لکه د سیمیزو فعالو ماتو (درزونو) شتون، د کورو او استوګنیزو ودانیو دودیز ډول او د ساختماني کودونو د کارونې نشتوالی یو ځل بیا څرګند شو.

ذکریا شنیزی، دکتورا.، د کابل پولی تخنیک پوهنتون او د سینټ جان کالج- اکسفورډ پوهنتون

مرتضی طالبیان، دکتورا.، د ځمکني علومو د څیړنې انسټیټیوټ – د ایران جیولوجیکي سروې

سوتیریس والکانوتیس، دکتورا.، د ډیموکریټس تیراس پوهنتون

ریچارډ واکر، دکتورا.، د اکسفورډ پوهنتون

مأخذ (اقتباس):

شنیزی، ذ.، طالبیان، م.، والکونوتیس، س.، او  واکر، ر.، ۲۰۲۲، ډیری عوامل افغاني ټولنې د زلزلې پر وړاندې زیانمنوي، ټیمبلور، http://doi.org/10.32858/temblor.266

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲ نیټه سهار وختي د افغانستان او پاکستان پوله د ریښتر (ریکټر) په کچه  ۶.۱ درجې زلزلې ولړزوله. که څه هم د زلزلې شدت نسبتا منځنی وو، خو د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې لږترلږه تر ۱۰۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۰۰۰ یې ټپیان کړل. د جون د میاشتې له زلزلې درې اونۍ وروسته، د جولای په ۱۸ نېټه د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې وروستي ټکان بیا ځلې دغه سیمه ولړزوله.

ددغو سیمو د جغرافيايي موقعيت، کمزوري سيمه ييز اقتصاد او خټینو  دوديزو ودانیو پراخې استفادې له امله زلزلې ستر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د زلزلې فعاله سیمه

افغانستان د نړۍ یو له هغو سیمو څخه دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې پکې کیږي. دا هېواد د یوریشیا تکتونیکي پلیټ په څنډه کې پروت دی. په دې سیمه کې  د زلزلې په شان زیاتره طبیعي آفتونه (پېښې) د یوریشیا سره د هند د تیکتونکی پلیټ (صفحې) د ورو ټکر له امله دي. د شمال په لور د هندي پلیټ حرکت په کال کې څلویښت ملي متره (یو نیم اینچ) دی، چې د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په ځینو برخو کې حرکت کوي او د کیڼ اړخو په څنګ تیریدونکو ماتو (left-lateral strike slip) د رامنځته کېدو لامل شوی دی، کوم چې د ماتې (درز) په دواړو خواو کې ډبرې (ځمکه) کیڼ لور ته حرکت کوي. د تکتونیکی پلیټونو تر مینځ راټول شوی فشار د سلیمان غره ګونځو او مالګینو غرنیو سلسلو (Salt ranges) په شمول د ټرست ماتو (thrust faults) په اږدو کې د ځمکې د پوست (قشر) د لنډیدو (ډبلېدو) لامل کیږي.

د سلیمان غره د ګونځو او ټرست ماتو (folds and thrust faults) ساده شوې تکتونیکي نقشه د ایزرې (ESRI) تصویر د پاسه. ترتیب شویې نقشه ذکریا شنیزی

د سلیمان غره د ګونځو او ټرست ماتو (folds and thrust faults) ساده شوې تکتونیکي نقشه د ایزرې (ESRI) تصویر د پاسه. ترتیب شویې نقشه ذکریا شنیزی

په ټول افغانستان کې فعالې ماتې (درزونه) په پراخه کچه سره ویشل شوي دي: لومړی د هېواد شمالي برخه په افغان-تاجک ژوره (depression) کې موقعیت لري، کومه چې د سمندر له سطحې په ټیټه ارتفاع کې یو لویه حوزه ده چي د څو کیلو مترو په ډبلوالي سره رسوبي ډبرو ډکه کړې او لوړې غرنۍ یخچالي څوکې یې احاطه کوي او د بېشماره زلزلوي ماتو (درزونو) پواسطه غوڅه  شوې ده. بله برخه د هرات ماته (شکستګي) ده، چې په ټول هېواد او نږدې د ایران تر پولو پورې غځېدلې ده. د افغانستان په ختیځ کې، فعالو ماتو (درزونو) د هندوکش او پامیرونو په څیر د سترو او دنګو غرونو لړۍ، او همدارنګه د منځنۍ کچې لوړو غرنو پراخ کمربندونه رامنځته کړي او د شاوخوا رسوبي حوزې سره تړلې او اوبدلې دي.

په لرې پرتو  او غرنیو سیمو کې خلک تیت او پرک پراته دي. رسوبي حوزې د کرنیزو ځمکو په درلودلو سره او د شاوخوا لوړو غرونو له اوبو په ګټه اخیستنې د کابل په شان د لویو ښارونو مرکزونو او زیات نفوس ته ځای ورکړی دی.

فعالې ماتې د افغانستان ختیځې برخې بېلوي

د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې د زلزلې شدت (magnitude)، موقعیت او مرکزي میکانیزم (focal mechanism) په ټوله نړۍ کې د سایزمیکي شبکو په مرسته محاسبه شوی دی. د سټلایټي رادار په مرسته د موجونو اټکل (Satellite radar interferometry) – له لیرې د حس کولو تخنیک دی چې د یوې مودې په اوږدو کې له سټلایټ یا سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي انځورونه پرتله کوي- او د زلزلې پرمهال د ځمکې د بې ځایه کېدو دقیقه اندازه ټاکل کېدای شي. ددې معلوماتو پراساس، شاید ښویدنه (حرکت) د شمال – جنوب امتداد د کیڼ اړخې څنګ په څنګ تیریدونکو ماتې  یا درز (left-lateral strike slip) په اوږدوکې رامنځته شوې وي چې د زلزلې مرکز غرب خوا د دوه کیلومترو (۱.۲ میله) په واټن د ځوړند دیوال (hanging wall) سره موازي، د شمال-وزیرستان-بڼو ټرست ماتو ټولي (thrust fault system) کې موقعیت لري چیرې چې د دریمې دورې (Paleogene) او څلورمې دورې (Quaternary) رسوبات په مکمل ډول ګونځې شوي دي.

فوکل میکانیزم (Focal mechanism)، زلزلې مرکز(epicenter)  او د ځمکې ښویدنې توزیع او د لید خط (LOS) بېځایوالی د InSAR  څخه اندازه شوي. په عکس کې ښویدنه (زلزله) د  شرقي څنډې سور رنګه LOS خط په امتداد، د څنګ په څنګ تیریدونکو ماتې (strike slip) په اوږدو کې رامنځته شوې چې د 2 کیلومترو په واټن د ځوړند دیوال (hanging wall) سره موازي د شمالی وزیرستان- بڼو ټرست ماتو ټولي (thrust fault system) پورې اړه لري، او بېځایوالی د سور رنګه LOS په اوږدو کې رامنځته شوی دی. نقشه د سوتیریس والکانوتس په مرسته تهیه شوې چې ډېټا یې د اروپایی فضایي اجنسۍ (نمایندګۍ) څخه او د زلزلی مرکز او فوکل مکانیز له جی ایف زیټ (د جرمني جیوساینس تحقیقاتي مرکز، پوټسډام) څخه ده.

فوکل میکانیزم (Focal mechanism)، زلزلې مرکز(epicenter)  او د ځمکې ښویدنې توزیع او د لید خط (LOS) بېځایوالی د InSAR  څخه اندازه شوي. په عکس کې ښویدنه (زلزله) د  شرقي څنډې سور رنګه LOS خط په امتداد، د څنګ په څنګ تیریدونکو ماتې (strike slip) په اوږدو کې رامنځته شوې چې د 2 کیلومترو په واټن د ځوړند دیوال (hanging wall) سره موازي د شمالی وزیرستانبڼو ټرست ماتو ټولي (thrust fault system) پورې اړه لري، او بېځایوالی د سور رنګه LOS په اوږدو کې رامنځته شوی دی. نقشه د سوتیریس والکانوتس په مرسته تهیه شوې چې ډېټا یې د اروپایی فضایي اجنسۍ (نمایندګۍ) څخه او د زلزلی مرکز او فوکل مکانیز له جی ایف زیټ (د جرمني جیوساینس تحقیقاتي مرکز، پوټسډام) څخه ده.

دغه زلزله دهندي پلیت شمالخوا د یوریشیا سره د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده. په دې زون کې تر ټولو لوړ جوړښت لرونکې ماته یا درز د چمن ده، چې د پاکستان د ماکران له ساحل (Makran coast) څخه پیل او د افغانستان شمال ختیځ هندوکش ته غځیږي. لکه څنګه چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو وښوده، دغه فعاله ماته که څه هم د پام وړ ده، خو د یوې لویې سیمې یوې برخې ته يې د شکل (ساختمان) تغییر هم ورکړی ده چې په کې ډیرې نورې ماتې او ځینې بې نقشه شوي درزونه شتون لري، چې دا د ځمکې پر مخ د زلزلې لامل ګرځي، او د ډېرو مالي او ځاني زیانونه سبب کېدای شي.

د افغانستان او سیمې تکتونیکي نقشه. AMF، د البرز مارمول ماته؛ AF، اندراب ماته؛ BTF، بند ترکستان ماته؛ CBF، مرکزي بدخشان ماته؛ CF، چمن ماته؛ DMF، دوسي میرزاولنګ ماته؛ GF، گردیز ماته؛ HF، هرات ماته؛ KF، کنړ ماته؛ MF، مقر ماته؛ PF، پنجشیر ماته، او SGF، د سپین غر ماته. زیړ ستوري د شمیرو سره د ځینو سترو زلزلو موقعیت ښي: 1) د ۱۹۹۸ کال د تخار زلزله؛ 2) د ۲۰۰۲ کال د نهرین زلزله؛ 3) د کابل زلزله په ۱۵۰۵کال کې؛ 4) د پکتیکا زلزله د ۲۰۲۲ کال جون په میاشت کې؛ 5) د کویټه زلزله په ۱۹۳۵ کال کې؛ 6) د ایران د  بُم زلزله په ۲۰۰۳ کې؛ 7) د ۱۳۸۸ کال د ایران توباس زلزله. نقشه ذکریا شنیزی ترتیب کړې ده.

د افغانستان او سیمې تکتونیکي نقشه. AMF، د البرز مارمول ماته؛ AF، اندراب ماته؛ BTF، بند ترکستان ماته؛ CBF، مرکزي بدخشان ماته؛ CF، چمن ماته؛ DMF، دوسي میرزاولنګ ماته؛ GF، گردیز ماته؛ HF، هرات ماته؛ KF، کنړ ماته؛ MF، مقر ماته؛ PF، پنجشیر ماته، او SGF، د سپین غر ماته. زیړ ستوري د شمیرو سره د ځینو سترو زلزلو موقعیت ښي: 1) د ۱۹۹۸ کال د تخار زلزله؛ 2) د ۲۰۰۲ کال د نهرین زلزله؛ 3) د کابل زلزله په ۱۵۰۵کال کې؛ 4) د پکتیکا زلزله د ۲۰۲۲ کال جون په میاشت کې؛ 5) د کویټه زلزله په ۱۹۳۵ کال کې؛ 6) د ایران د  بُم زلزله په ۲۰۰۳ کې؛ 7) د ۱۳۸۸ کال د ایران توباس زلزله. نقشه ذکریا شنیزی ترتیب کړې ده.

یوه عادي پېښه ولې د پام وړ زیانونه

د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې زلزله د ریښتر په مقیاس د ۶.۱ درجو په لرلو سره د منځني کچې زلزله ده چې د نړۍ د نورو زلزلو په پرتله یې د حیرانتیا وړ لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.  معمولا، پدې ژوروالی دا ډول شدت لرونکې زلزلې د لږ ویجاړي لامل کیږي.

د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍ - استون ګالي کلی د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې ۲۲ نيټې له زلزلې وروسته د يوې ودانۍ ویجاړ شوې برخې. عکس حمیدالله واعظي، له  اجازې سره کارول شوی ده.

د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍاستون ګالي کلی د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې ۲۲ نيټې له زلزلې وروسته د يوې ودانۍ ویجاړ شوې برخې. عکس حمیدالله واعظي، له  اجازې سره کارول شوی ده.

د جون میاشتې پیښه یوازې د ویجاړونکو زلزلو له یوې اوږدې کرښې څخه ده چې هېواد یې اغیزمن کړی او د پام وړ مالي او انساني زیانونه یې اړولي دي. د تېرو څلور ویشتو کلونو په موده کې دغه ډول طبیعي پېښو تر ۱۵۰۰۰ ډېر کسان وژل دي. له منځنۍ تر لویو زلزلو لکه په ۱۹۹۸ کې د تخار زلزله (د ۶.۵ درجو په لویوالی) او په ۲۰۰۲ کال کې د نهرین زلزله (د ریښتر په کچه ۶.۱) په جلا جلا ډول د زرګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

ورته حالتونه د آسیا لویې وچې په لویو برخو کې شتون لري، چیرې چې د یوریشیا تکتونیکي پلیټ سره د هندي او عربي پلیټونو ټکر د فعالو ماتو ستر کمربندونه رامنځته کړي دی چې د مدیترانې بحیرې څخه تر چین هېواد پورې غځیږي، او پدې ترتیب سره څو عوامل (فکټورونه) سره یوځای کیږي او خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیان اړوي. په ایران کې د زلزلې پېښې لکه: د ۱۳۸۲ کال د بم زلزله، د ۱۳۶۹ کال د رودبار زلزله، په ۱۳۵۷ کال کې د طبس زلزله او په ۱۹۶۹ کال کې د دشت بیاض زلزله د ویجاړۍ ځواک ښيي. د بېلګې په توګه، د طبس زلزلې د ایران هېواد په ختيځ کې د دغې کليوالي سيمې د ټول نفوس ۸۵ سلنه له منځه یوړل.

طبس ته نږدې یو کنډواله کلی چې د ۱۹۷۸ کال د سپټمبر په ۱۶  نیټه د (Mw 7.3) زلزلې له امله خالی شوی دی. د زلزلې او د انځور د نیټې ترمنځ ۲۵ کلونه تیر شوي چې یوازې یو څو کورنه پکې بېرته رغول شوي دي. انځور د ریچارډ واکر

طبس ته نږدې یو کنډواله کلی چې د ۱۹۷۸ کال د سپټمبر په ۱۶  نیټه د (Mw 7.3) زلزلې له امله خالی شوی دی. د زلزلې او د انځور د نیټې ترمنځ ۲۵ کلونه تیر شوي چې یوازې یو څو کورنه پکې بېرته رغول شوي دي. انځور د ریچارډ واکر

څه شی خلکو ته ډېر زیان اړوي؟

په ښکاره ډول یو له هغو عواملو څخه چې د زیان اړولو د زیاتوالي لامل کیږي په سیمه کې د فعالو ماتو (درزونو) پراخه شتون دی. که څه هم یو څو لویې ماتې لکه په افغانستان کې د چمن ماته یا په ترکمنستان هېواد کې د کوپه داغ اصلي ماته په کال کې د یو سانتي متر په سرعت حرکت لري، ولې په سیمه کې نورې ماتې ډېرې ورو حرکت کوي. همداراز په هره سیمه کې د زلزلو د بیاځلې تکراري پېښېدو وقفه کېدای شي زرګونه کاله وي. ځکه چې ددې وړ ماتو ټکانونه (زلزلې)  په نني تاریخ کې ندي ثبت شوې، او په ندرت سره د ځایي خلکو او مدني مشرانو په ذهنونو او کلتوري یادونو کې پاتې کیږي. له دې ډول تېرو یادونو او تاریخي پېښو پرته، یوه ټولنه چې دداسې پېښو پرواړندې آماده نه وي کېدای شي د لوی بشري ناورین سره مخ شي او خلک به نه پوهیږي چې څنګه د زلزلې په وخت کې د ځان ساتنه وکړي.

د کابل یوې سیمې انځور چې د یوه غره په ستوغه (میلان لرونکي) ډډه باندې له خټینو موادو جوړ کورونه ښیئ. عکس ذکریا شنیزی

د کابل یوې سیمې انځور چې د یوه غره په ستوغه (میلان لرونکي) ډډه باندې له خټینو موادو جوړ کورونه ښیئ. عکس ذکریا شنیزی

د کورونو او لوړپوړو ودانیو د جوړولو ډول (نوعیت) د کلیوالو خلکو د زیانمنیدو دوهم مهم عامل دی. د ډیرو آسیایی هیوادونو په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې په دودیز ډول ودانۍ  له خټې، خښتو او ډبرو څخه جوړیږي. دکورونو او ودانیو دیوالونه له خټو لوړیږي او په سر باندې یې د لرګي (سرطاق) په مرسته د وچو خټو یو ډبل هموار یا ګمبدی چت وي لکه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې پواسطه د ویجاړ شویو کورنو چېرې چې د ډبرو ټوټې له وچې خټې سره نښلول شوې وي.

ددې ډول ودانیو شکل او ډول د سیمې د اقلیمي شرایطو او جوړښت لپاره مناسب دی. ځکه چې دا ډول کورنه د زیاتې ګرمۍ او سختې یخنۍ پرواړندې ښه مقاومت لري، او هم پکې ارزانه او محلي مواد کاریږي. ولې، دا ډول ودانۍ د زلزلې پر وړاندې حساس او زر نړیږي، ځکه نو د درنو دیوالو او چتونو نړیدل  په لوړه کچې مالي او ځاني زیانونو رامنځته کولای شي.

په شرقي ایران کې د ۱۹۹۷ زیرکوه زلزلې له امله ویجاړې شوې ودانی. دا عکس پنځه کاله وروسته له زلزلې اخیستل شویدی. په یاد ولرئ چې څنګه ځایي خلک کورونه بیا ځلې  (کیڼ اړخ) د زلزلې له امله د ویجاړ شویو  ودانیو له توکو (موادو) او ورته سنتي مېتودو (ښی اړخ ته) څخه استفاده کوي. د  ریچارډ واکر پواسطه اخیستل شوی انځور.

په شرقي ایران کې د ۱۹۹۷ زیرکوه زلزلې له امله ویجاړې شوې ودانی. دا عکس پنځه کاله وروسته له زلزلې اخیستل شویدی. په یاد ولرئ چې څنګه ځایي خلک کورونه بیا ځلې  (کیڼ اړخ) د زلزلې له امله د ویجاړ شویو  ودانیو له توکو (موادو) او ورته سنتي مېتودو (ښی اړخ ته) څخه استفاده کوي. د  ریچارډ واکر پواسطه اخیستل شوی انځور.

پخپله د سیمې چاپیریال هم په زیان اړولو کې لوی رول لوبوي. د ډیری آسیایي هېوادونو نفوس د لویو حوزو په څنډو او د غرونو ترمنځ په تنگو درو کې ژوند کوي، کوم چې د اوسېدو او کرنې لپاره مناسب دي او د بلې خوا د لیږد رالیږد (مهاجرت) او سوداګرۍ لپاره ښه فرصتونه برابروي. پداسې حال کې چې د ډیریو غرونو څنډې د فعاله ماتو (درزونو) په واسطه رامینځته شوي دي. پدې ډول خلکو په زیان منونکو ځایو کې راټول شوي او خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي. د فعالو ماتو (درزونو) سره سره، چینې د اوبو اصلي منبع (سرچینه) ده او مړو ځمکو ته ژوند ورکوي. د غرونو او غونډیو په څنډو کې د ځمکې لاندې اوبو پورتنۍ سطحه د څاګانو یا کاریز (د ځمکې لاندې کانال) له لارې سره نښلول شوې وي او  ګټه ترې اخیستل کیږي. خو دا ډول څه زیاتره فعالو ماتو (درزونو) ته نږدې موقعیت لري، کله چې دا ډول عوامل د دودیزو ودانیو جوړښت سره یوځای شي، د دوی شاوخوا کلي او پرتې سیمې د زلزلې حتی منځنۍ او محلي کچې زلزلې په په مقابل کې مقاومت نلري او سخت ځپل کیږي.

د زلزلې پر وړاندې د خطرونو کموالی

په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ویجاړونکو زلزلو دوام د زلزلوي خطرونو پر وړاندې د زیانونو د کمولو لپاره د ستراتیژیو طرحه او پلي کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. لوی ښارونه او ښاري مرکزونه په چټکۍ سره پراخیږي، او د خټو او خټینو زاړه دودیز ځایونه په لوړ پوړو کورونو او اپارتمانونو بدلیږي. د بېلګې په توګه، کابل نسبتاً په یوه تنګه حوزه کې چې له شمال څخه جنوب ته غځېدلې، پروت ده چې شاوخوا یې فعالو ماتو (درزونو) تړلی ده. دا یو تاریخي ښار دی چې په ۱۵۰۵ او ۱۸۹۱ کلونو کې د لویو زلزلو شاهد و، مګر نفوس او ښاري بنسټونه یې په تیرو لسیزو کې له پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) نفرو څخه تر دریو میلیونو ډېر شوی ده. کویټه – د چمن ماتې جنوب په پاکستان کې – په ۱۹۳۵ کال کې د ریښتر په کچه ۷.۷ درجو  په اندازه یوې لویې زلزلې ځپلي دی. تاریخي اسناد ښيي چې د هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې هم  زلزلو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په هغو سیمو کې چې د جون د زلزلې له امله اغیزمن شوي، د زیان د کمښت لپاره هېڅ چټک او اسانه لار شتون نلري، او د راتلونکي نسلونو لپاره د خطر کموالی د څو څانګو (برخو) په یوځایي او اغیزمنو هڅو او د ښو ډیسپلینو په جوړولو پورې ممکن دي. جیولوجیکي، جیو فزیکي او تاریخي تحلیلونو ته اړتیا ده ترڅو د تیرو زلزلوي پېښو آرشیف رامینځته شي، فعالې ماتې (درزونه) په نښه او ډاډ (تضمین) ترلاسه شي چې ښاري پراختیا او د زیربناوو (بنسټونو) جوړول د غوره موجوده پوهې پراساس کیږي.

د انجینري د دودیزو موادو او پلانونو په درلودلو سره د کورنو او ودانیو لپاره د ساده ستراتیژیو ډیزاین کول مهم رول لوبوي. مګر د هر پروګرام بریالیتوب د خلکو په قانع کولو او پوهوولو پورې اړه لري تر څو جدي زیانونه او خطرات وروپيژندل شي، او د کمولو لپاره یې ودانیزې چارې په ښه توګه ترسره شي. دا کار او پلان په خپل وار سره هغه وخت د کېدو وړ دی، چې د پرګرام لپاره چوکاټونه رامنځته او د پلي کېدو لپاره یې مالي ملاتړ (تمویل) او ځان بسپنه شتون ولري.

په تیرو څو لسیزو کې ایراني ساینسپوهانو هڅه کړې چې خپل حکومت او پارلمان ته قناعت ورکړي چې د ښارونو په پراختیا سره د زلزلې خطر نور هم زیاتیږي. ایراني ساینسپوهانو او پالیسي جوړونکو په ګډه همکارۍ او هڅو اوس مهال د ساختماني کودونو قانون د جوړېدو لامل شوی، چې په هرو پنځو کلونو کې د زلزلې پر وړاندې د ودانیو مقاومت ښه کولو لپاره نوی کیږي. تمه کیږي چې د دې قانون وروستۍ نسخه به په ۲۰۲۳ کال کې خپره شي او د زلزلې سرچینې (منابع) او د فعال ماتو په اړه به نوي معلومات او پوهه پکې ځای شوې وي.

په ښارونو کې، دا د معمارانو او ځايي انجنیرانو دنده او مسؤلیت دی چې د ودانیو کوډونه په پام کې ونیسي. البته په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې وضعیت په بشپړ ډول توپیر لري، ځکه چې د زلزلې ضد ودانۍ جوړول د مالي ملاتړ سربیره جوړ شوي قانون ته اړتیا لري. د ایران په لیرې پرتو سیمو کې، دا ډول مرستې د حکومت لخوا د بلا عوض مرستو (بسپنو) او اوږدمهاله پورونو له لارې ورکول کیږي، چې یوازینی شرط یې په جوړونکو د طرحه شویو معیارونو او د کلیوالي لارښود پلانونو په پام کې نیول دي. په ډیریو کلیو کې د خټو، خښتو او تیږو څخه جوړې ودانۍ لا شتون لري چې د زلزلې په مقابل کې زیانمنونکي دي، مګر دا ډول هڅې په تدریجي ډول وضعیت ښه کولای شي.

په افغانستان کې، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د زلزلې پر وړاند د ودانیو مقاومت لپاره د ساختمانی  رسمي کوډونو لارښونیز دستورالعمل جوړ شو. لکه د ایران غوندې، د مقاومت لرونکي ودانیو جوړول نه یوازې کودونو ته ضرورت دی، بلکې اغیزمن تطبیق او مالي ملاتړ ته هم اړتیا لري. په ایران کې مخکې له دې چې د حکومت لومړیتوبونه په نورو اندیښنو بدل شي، ډېری پرمختګ د تیرې لسیزې له زلزلوي پیښو سمدستي وروسته تر سره شوی. موږ هیله من یو چې که په افغانستان کې له وروستۍ زلزلې څخه څه ګټه ترلاسه شي، په اوږدمهال کې به یې ودانیز مقاومت زیات، مالي او ځآني زیانونه کم وي.

کورودانی

د دې مقالې په لیکلو کې، موږ په ځانګړې توګه د نیکولاس امبراسیز (۱۹۲۹-۲۰۱۲)، مانویل بربریان، او جیمز جکسن کار او نظریو منندوی یو.

د زیاتو معلوماتو لپاره

هغه کسان چې غواړي د آسیا په وچه کې د زلزلوي پېښو د خطرونو په اړه زیات معلومات تر لاسه کړي موږ ورته د لاندې چاپ شويو آثارو د ویلو سپارښتنه کوو.

• “A history of Persian Earthquakes” (Cambridge University Press) and “Earthquakes in Afghanistan” (Seismological Research Letters, 74, 2003) by Ambraseys and co-authors.
• “Tehran: an earthquake time bomb” (in GSA Special Paper 525), Berberian and Yeats
• “Fatal attraction: living with earthquakes, the growth of villages into megacities and earthquake vulnerability in the modern world” (10.1098/rsta.2006.1805) by James Jackson
• “Uncharted seismic risk” (10.1038/ngeo1168) by Philip England and James Jackson